برخه 8 – په بېړنیو حالاتو کې

  • تل هڅه کوئ تر څو له هغو کسانو سره چې په خطر کې دي مرسته وکړئ. وخت مه ضایعه کوی لاس په کار شی او تاسې هر څه کولای شئ. هر کس باید له بل کس سره چې په خطر کې وي، مرسته وکړي. د بېلګې په توګه د لومړنیو مرستو په برابرول کې او همداشان د بېړنیو حالاتو خدماتو ته په زنګ وهلو سره (لاندې یي وګورئ)

  • د شخړو، غلا او جنسي ځورونې په حالاتو کې: پولیسو ته له خپل هر ډول تلیفون څخه یوازې د ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهئ. د پولیسو کارکوونکي عموماً ټول ډېر ښه خلک دي او هغوۍ ستاسې لپاره هلته ناست دي چې تاسې سره مرسته وکړي په همدې خاطر هغوۍ هر زنګ ډېر جدي نیسي.

  • د اور اخیستنې یا طبي بېړنیو حالاتو په صورت کې: د اور وژنې ادارې ته له خپل هر ډول تلیفون څخه یوازې د ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ. له هاټ لاین څخه یوازې باید د ژوند ګواښوونکي بېړنیو حالاتو لپاره کار واخیستل شي. همداشان باید په روغتونونو کې د بېړنیو خونو لپاره له هاټ لاین څخه کار واخیستل شي.

  • له ډاکتر سره د لیدلو لپاره باید کډوال لومړی د ټولنیز امنیت له دفتر سره مشوره وکړي. د ډاکترانو دفترونه معمولا د سهار له ۸ بجو نه د غرمې تر ۱۲ او کله نا کله له غرمې وروسته هم خلاص وي. زیاتره ډاکتران په انګریزې ژبه باندې خبرې کوي.

  • که چیرته په ماښام یا د یکشنبې په ورځو یا نورو رخصتیو کې درمل ته اړتیا لری، نو کولای شی چې خلاصو درملتونونو (“Not-Apotheke”) ته ورشی. د دې لپاره چې پوه شی کوم یو درملتون خلاص دی نو له ګوګل څخه کار واخلی او یا هم ۲۲۸۳۳ شمېرې ته زنګ ووهی. له هر موبایل څخه به پر تاسې باندې په یوه دقیقه کې ۶۹ سینټه لګښت راشي. د نږدې خلاصو درملتونونو لیست د هر درمتلون په شیشه باندې ځړیدلی وي.