برخه 0 – سریزه

جرمني ته ښه راغلاست! د دې لارښود موخه دا ده تر څو تاسې ته د جرمني په اړه معلومات وړاندې کړي. دا لارښود د کډوالو د عامه پوښتنو د ځوابولو په موخه جوړ شوی ده. د همدې لارښود زیاتره مشورې کومه مقرره یا جدي قانون نه دی. کېدای شي چې په جرمني کې خلک زیاتره د همدې لارښود سره سم عمل و نه کړي. خو بیا هم، لاندني تشریح شوي کړه وړه هغه څه دي چې زیاتره خلک یي په زیاته کچه تر سره کوي.

زيات معلومات و.

برخه 1 – عامه ژوند

برخه 1 – عامه ژوند

  • «ګوتین تګ» (سهار مو په خیر) او «اوف ویدرشین» (د خدای په امان) دا په جرمني کې معمول ستړي مسې کول دي. کله چې تاسې یوازې له یوه کسا یا څو کسانو سره مخامخ کېږی نو له هغوۍ سره ستړې مسې کول ډېر عام ده. د بېلګې په توګه، کله چې تاسې یوه واړه پلورنځي ته او یا هم د ډاکتر د انتظار خونې ته ننوزئ نو یوازې د «ګوتین تګ» په ویلو سره تاسې هلته له ټولو ناستو کسانو سره ستړي مسې کړي ده. په ورته شکل تاسې کولای شی په کلي او یا هم په لرو پرتو سیمو کې په ورته شکل سره ستړې مسې وکړئ.

  • په عامه ځایونو کې مسکۍ کېدل کومه بې ادبې نه ده، هان که له یوه نابلده کس سره هم مخ شی. معمولاً خلک هڅه کوي چې د مسکۍ کېدو تر څنګ دوستانه او خوشاله واوسي.

  • ه جرمني کې خلک خپل شخصي حریم او ځای ته ډېر ارزښت ورکوي، چې زیاتره وخت دوی له یوه بل څخه ډېر لري لري کښني. په جرمني کې تاسې کولای شی چې له یوه نابلده کس سره په ریل ګاډي یا رستورانت کې یوازې د سلام علیک او خدای په امان په ویلو سره د ساعتونو لپاره یو ځای کښینئ. همداشان، زیاتره خلک کوشش کوي تر څو په خپلو څوکیو کښیني په تیره بیا په عامه ټرانسپورتي وسایلو کې.

  •  خلوت او چوپتیا لپاره، زیاتره خلک خپلې دروازې بندي ساتي، د بېلګې په توګه په لویو دفترونو کې او یا هم په کورونو کې. کله چې تاسې کوم کوم یا دفتر ته ننوزئ، نو مودبانه کار دا ده چې لومړی دروازه وټکوئ وروسته بیا تاسې ته د معمول سره سم ښه راغلاست ویل کېږي او بیا کولای شی خپله پوښتنه وکړئ.

  • ه جرمني کې یکشنبه عمومي رخصتي وي. تقریباً ټول دوکانونه تړلي وي او یوازې ډېر کم خلک کار کوي. که چیرته د رخصتۍ په ورځو کې ستاسې غالمغال د ستاسو د ګاونډیو د مزاحمت سبب وګرځي، نو کېدای شي هغوۍ له تاسې څخه شکایت وکړي د بېلګې په توګه که تاسې د رخصتۍ په ورځ د خپلې حویلۍ چمن په ماشین باندې وریبئ او یا هم د خپل کور په دیوالونو کې المارۍ یا کوم بل څیز نصبوی. همداشان د جرمني خلک د خوب په وخت کې چې د شپې له ۱۰ بجو پیلیږي او د سهار تر ۷ بجو پورې ده نه غواړي چې ګاونډی یي غالمغال وکړي او یا هم د دوی د خوب خنډ وګرځي.

  • ه عامه ځایونو کې د حاجت رفع کول یو سپکاوی ده. په زیاترو ځایونو کې عمومي تشنابونه شته. دا عمومي تشنابونه معمولاً کموټ او تشناب کاغذ لري، خو شاور نه لري. همداشان کارول شوی کاغذ تشناب باید په کموټ کې واچول شي نه د کثافاتو په سطل کې. خو د ټپونو پټۍ او د ښځو د قاعده ګي پمپرس باید د کثافاتو په سطل کې واچول شي. که چیرته په تشنابونو کې کوم ځای چټل کېږي نو باید هغه په بورس باندې پاک کړئ. باید ډاډه واوسئ چې تشناب پاک او وچ پریږدئ. همداشان توصیه کېږي چې له کموټ څخه په ناسته ګټه واخلی، البته په هغه صورت کې چې په ولاړو باندې د بولو کولو سیستم موجود نه وي، البته دا کار باید د نارینه او ښځینه دواړو لپاره په نظر کې ونیول شي. سربیره پر دې، کله چې له تشناب څخه فارغیزی نو باید خپل لاسونه پاک ومینځۍ ځکه چې له روغتیايي اړخه دا ډېر مهم اصل دی.

  • ه عامه ځایونو کې په تیره بیا په عامه ټرانسپورت کې نه باید په لوړ اواز او د زیات وخت لپاره خبرې وکړئ، ځکه دا ډېر سپک کار ګڼل کېږي. په داسې ځایونو کې خبرې کول او یا هم په ټلیفون کې خبرې کول باید ډېرې ورو وي.

  • ه عامه ټرانسپورټ کې د سپین ږېرو، ناروغانو او امیندوارو ښځو لپاره او همداشان د ویلچیر او لکړو لپاره مخصوص سیټونه او ځایونه دي. کله چې داسې کسان ټرانسپورت ته راخیزي، نو باید دا ځایونه سمدلاسه ورته خالي شي.

  • ه برقي زینو کې خلک معمولاً ښۍ خوا ته ولاړ وي او کېڼې خوا ته تګ کوي.

  • ه مو مرستې ته اړتیا لرله نو په اسانۍ سره کولای شی چې له یوه بالغ کس څخه پوښتنه وکړئ: خلک معمولاً ډېره دوستانه دي. که چیرته ماشومان وي نو جدي توصیه درته کېږي چې د هغوۍ د والدین له اجازې پرته ور نږدې نشئ.

برخه 2 – شخصي یا انفرادي ازادي

برخه 2 – شخصي یا انفرادي ازادي

  • هر څوک کولای شي خپل مذهب او دین ته پاه بند واوسي او هغه پر ځای کړي. په جرمني کې مذهب د هر چا خپله شخصي مسئله ده. یعنې تاسې ازاد یاست او کولای شی په هر هغه څه چې ستاسې خوښیږي، عقیده ولری خو په مقابل کې له تاسې څخه هم غوښتل کېږي تر څو نور خلک ازاد پریږدی تر څو هغوۍ هم په خپل خدای او یا هم پر هېڅ څه باندې عقیده ولري.

  • ه جرمني کې عقاید او مناظرې زیاتره د یوې روغې جوړې یا مصالحې لپاره تر سره کېږي، نه د تضاد د رامنځته کېدو په خاطر. رسنۍ په جرمني کې یو ډول ځانګړې خپلواکۍ لري یعنې د رسنیو خپلواکي. کوم چې د قانون له خوا یي تضمین کېږي. رسنۍ زیات شمېر مسایل تر خپل پوښښ لاندې راولي، لکه پر دولتي او ټولنیزو نهادونو (لکه کلیساوو) باندې انتقاد کول. د بیان ازادي تاسې ته حق درکوي تر څو هغه څه چې ستاسې په مغزو کې درګرځي هغه بیان کړی خو داسې هم نه چې له نورو کسانو سره تبعیض وشي او یا هم هغوۍ ډېر جدي توهین او یا هم وګواښئ.

  • ه عامه ځایونو کې د ورته او یا هم مخالفو جنسونو تر منځ د مینې اظهارول یوه عادي خبره ده. په دې کې کېدای شي چې د یوه بل لاس نیول او هان د یوه بل ښکلول یا په غیږ کې نیول شامل واوسي. په جرمني کې دا ټول منل شوي کړه وړه دي او که مو چیرته ولیدل نو تاسې ترې تیریږئ.

  •  بدن د ځینو برخو لوڅوالی په جرمني کې یو عادي کار دی د بېلګې په توګه د ټي شیرټ اغوستل او یا د لنډو لمنو اغوستل. خو نورو خلکو ته ښه په ځیر سره کتل یوه بې اخلاقي ګڼل کېږي.

  •  سونا په ځایونو او د لامبا په ځایونو کې تکه یا رخت ازادی دی. مګر خلک زیاتره په دغو ځایونو کې د لامبا نیکر اغوندي. معمولاً د لامبا په ځایونو او سونا کې د ښخو او سړو تر منځ کوم بېلوالی نه وي، خو بیا هم ځینې وختونه د نارینه او ښځینه وو لپاره هغه هم په ځانګړو حالاتو کې وخت ریزرف کېږي.

برخه 3 – ټولنیز ژوند

برخه 3 – ټولنیز ژوند

  • په جرمني خلک یوه بل ته لاس ورکوي هم کله چې چاته ورځي او هم کله چې ترې ځي یا نویو خلکو سره مخامخ کېږي. دا یو عادي کار دی کله چې کوم کس له نورو خلکو سره مخامخ کېږي باید هر یوه ته لاس ورکړي. همداشان د لاس ورکولو په وخت کې باید د مقابل کس سترګو ته وګوري. د لاس ورکول نارینه او ښخینه دواړو ته عام کار دی.

  • کله چې له ملګرو سره ستړي مسي کوئ نو خلکو ته غیږ ورکول یو معمول کار دی او د جرمني په ځینو برخو کې خو یو بل په غامبورو سره ښکلوي ولو که مخالف جنس وال هم وي. البته دا کار په جرمني کې د غیر جنسي یوې دوستانه لارې په توګه پیژندل کېږي.

  • لک زیاتره هر هغه څه چې فکر کوي، هغه وايي. د هغوۍ مقصد بې ادبي نه بلکې صداقت او ریښتینولي ده. سازنده یا رغوونکي یا مثبت انتقاد د خپل ځان او نورو د پرمختګ او ښه والي لپاره مهم اصل بلل کېږي، په تیره بیا د کار په حالت کې. نو له همدې کبله که پر چا انتقاد کېږي او یا هم هغه په نورو انتقاد کوي، دا کومه غیرعادي مسئله نه ده.

  • خت ته توجه کول ډېر مهم ده. که چیرته تاسې له چا سره وعده اېښې وي او یا هم له ځینو خلکو سره غواړی چې وګورئ او بیا ناوخته شی، نو پنځه دقیقې ناوخته کېدل هم په دې معنی ده چې ګواکې تاسې هغوۍ ته درناوۍ نه لری او هغوۍ مو درته انتظار کېنولي دي. که چیرته ناوخته یاست، نو هغه کس ته زنګ ووهئ او ورته ووایاست چې زه کېدای شي لږ ناوخته درشم. دا کړنلاره هم د کار او هم د شخصي مناسبتونو لپاره ډېر معمول ده.

  • له چې تاسې ته څوک د څه شي ننګ کوي، نو د «نین، ډنکه» یعنې (نه، مننه) تر ټولو ښه ادبي نه ویل دي او «بیتي» یا «جیرني» بیا د (هو) مننه ورکوي.

برخه 4 – تساوي یا برابروالی

برخه 4 – تساوي یا برابروالی

  • >د جنسیت، نژاد، دین یا جنسي میلان له مخې تبعیض غیرقانوني کار دی او کېدای شي تر تعقیب لاندې ونیول شي. که چیرته تاسې احساس کوئ چې درسره تبعیض کېږي، یا ګواښل کېږئ هان که په شفاهي ډول سره هم وي: نو پولیس ته زنګ ووهئ. د هر ډول تبصرې، سپکاوي، تبعیض او ګواښ پر وړاندې زورزیاتی کارول د منلو نه دی. برسیره پر دې، زورزیاتی کول په جرمني کې غیرقانوني کار دی.

  • نارینه او ښځینه برابر دي او له کټ مټ ورته حقونو څخه برخمن دي. که هر څوک له تاسې وغواړي چې هغه (که ښځه وي یا نارینه) یوازې پریږدئ، نو تاسې باید بالکل د هغه خبره ومنئ: د نورو خلکو ځورول که هغه نارینه وي یا ښځینه، منع دي. د یوه کس د انځور اخیستو نه مخکې باید له هغه څخه اجازه واخلئ.

  • مجنسګرايي په جرمني یو معمول کار ده. د بېلګې په توګه د جرمني یو پخوانی د بهرنیو چارو وزیر همجنسګرا و. همجنسګران کولای شي په قانوني توګه خپل واده هم ثبت کړي.

  • لک کولای شي په ازادانه توګه سره د دې تصمیم ونیسي چې له چا سره او چیرته واده وکړي. دا خبره هم ډېره عامه ده چې هېڅ واده نه کوي او یا دا چې د ماشومانو پلرونه او میندې داسې وي چې هېڅ واده یي نه وي سره کړی او یا هم نه غواړي چې ماشومان ولري.

برخه 5 – چاپیریال او ایکولوژي

برخه 5 – چاپیریال او ایکولوژي

  • په جرمني کې خلک د هغوۍ د چاپیریال د دوستانه کړو وړو له کبله ډېره مشهور دي: هغوۍ کثافات سره بېلوي او هڅه کوي چې هغه بیرته په دوران کې واچوي. د هغوۍ نه خوښیږي چې کثافات دې پر ځمکه پراته واوسي. دا خبره هم په ښاریاتو او هم په طبیعي ځایونو کې رښتیا ده، د بېلګې په توګه په پارکونو کې، سړکونو ته نږدې او همداشان په ځنګلونو کې. دا ډېره عامه ده چې کثافات باید په هغه ځای کې نږدې د کثافاتو په سطل کې واچول شي، هان که د هغو کثافاتو د وړلو لپاره تر اوږده ځای پورې تګ ته ضرورت هم وي. اساساً په عامه ځایونو لکه د ریل ګاډي په تمځایونو، د موټرونو په تمځایونو او پارکونو کې د کثافاتو سطلونه اېښي وي.

  • په جرمني کې زیاتره خلک هڅه کوي تر څو د انرژۍ او سرچینو په کارولو کې محدودیت راولي. دا کار هم د چاپیریال ساتنې او هم د پیسو د سپما لپاره تر سره کېږي. د بېلګې په توګه، خلک هڅه کوي تر څو یخچال د زیات وخت لپاره خلاص پرېنږدې (هم په کور او هم په سوپرمارکېټ کې). خلک معمولاً کله چې له خپلو کورونو څخه د باندې وځي، د رڼا ګروپونه خاموشه کوي.

  • تړلي کړکۍ معمولاً ډېرې کلکي بندي وي. له همدې کبله، اړینه ده تر څو ځینې وختونه د هوا د وتلو لپاره پرانیستي وساتو. کله چې کړکۍ خلاصي وي، نو د دې لپاره چې په انرژي کې سپما وکړو، باید مرکز ګرمي بندي کړو.

  • زیاتره بوتلونه له ۸ تر ۲۵ سینټه پورې کوچنی ډيپوزیټ لري چې کله هغه بیرته دوکاندار ته ورکول کېږي، نو هغه ډيپوزیټ هم ورکول کېږي. تاسې کولای شی خپل بوتلونه بیرته هغو دوکانونو ته ور وسپارئ کوم چې تاسې ترې اخیستي وي. دا په دې معنی چې له چاپیریال سره مرسته وشي او هغه بیرته په دوران کې واچول شي او بیرته نور بوتلونه ترې جوړ شي تر څو د کثافاتو حجم هم راکم شي.

برخه 6 – خواړه، څښاک او سګرټ څکول

برخه 6 – خواړه، څښاک او سګرټ څکول

  • د نل اوبه په بشپړه توګه سره صحي دي. په جرمني کې د نل اوبه په بشپړه توګه تر څارنې لاندې وي او له هر ډول میکروبونو څخه خوندي وي. په دې برخه کې یوازې څو استثناووې شته، د بېلګې په توګه په عامه ځایونو او ریل ګاډو کې، چې هلته مخصوص لیبلونه وهل شوي دي: نین ترینکواسر (یعنې د اوبو څښل منع دي).

  • په جرمني کې تاسې کولای شئ چې ډول ډول خواړه ومومۍ چې په هغو کې د خوګ غوښه، د پسه غوښه او چرګان شامل دي. تاسې کولای شئ وپوښتئ چې په خوړو کې کوم ډول غوښه ده دا په هغه صورت کې چې تاسې نه غواړی کوم ډول غوښه چې ستاسو ښه نه اېسي هغه و نه خورئ. دودیز جرمنیان زیاتره د خوګ غوښه خوري.

  • کېدای شي په زیاترو سیمو کې تاسې ډونر کباب ومومئ. ډونر کباب یو ډول ساده کباب دی چې په ډوډۍ کې پیچل شوی وي. دا ډول کباب د چرګ له غوښې او د پسه له غوښې جوړیږي. ډونر کباب لکه د نورو فسټ فوډ خوړو (پیزا، برګر، چپس او داسې نورو) په څیر معمولاً پرته له قاشق او پنجې څخه خوړل کېږي. که څه هم، هغه د میز په سر باندې خوړل کېږي.

  • د جرمني زیاتره شیریني باب په خپل ځان کې له خوګ څخه جوړ شوي جیلیتین لري، که چیرته تاسې غواړی چې ډاډ واوسئ چې ایا دا حلال ده او که نه نو هغه یي واخلي چې پر لیبل باندې یي «ویجیترین» لیکل شوی وي او یا هم په ترکیباتو کې یي جیلیتین نه یي لیکل شوی.

  • په جرمني کې ډول ډول ارزانه پلورنځایوه شته لکه (ALDI, LIDL او Penny) او همداشان ډېرې لوړ بیه پلورنځي لکه (REWEاو EDEKA) شته چې په دغو پلورنځیو کې د انسان د ژوندانه د اړتیا وړ هر ډول توکي پلورل کېږي. د دې تر څنګ، د بزګرانو مارکېټونه شته او همداشان د ترکانو، افریقایانو، اسیایانو او یونانیانو واړه واړه پلورنځي شته. که تاسې غواړئ چې یوازې حلال خواړه او غوښه واخلی نو باید د ترکانو یا عربانو پلورنځیو یا رسټورانټونو ته ورشی. همداشان ځینې د تیلو پمپونه هم پلورنځي لري چې ۲۴ ساعته پرانیستي وي خو د هغوۍ د توکو بیه نسبت نورو ته ډېره لوړه وي.

  • الکول په تیره بیا بیر او شراب د ماښام په مهال په ټولنیزو ناستو کې ډېر عام دي، د بېلګې په توګه د شپې د ډوډۍ په وخت او همداشان له ملګرو سره د تفریح په مهال. خو بیا هم، دا یو منل شوی حقیقت دی چې نه باید الکول وڅښو او زیاتره جرمنیان هېڅکله هم شراب نه څښي. که چیرته تاسې ته د شرابو د څښلو ننګ وشي، تاسې کولای شی ورته منفي جواب ورکړی او ورته ووایی چې «نین، ډنکه». که مو چیرته شراب څښلي وي نو بیا تاسې د موټر چلولو حق نه لری.

  • سګرټ څکول په زیاترو عامه ځایونو کې هم د ښځینه او هم د نارینه وو لپاره یوه عادي خبره ده. په رسټورانټونو او د ریل ګاډو په تمځایونو کې د سګرټ څکولو لپاره ځانګړی ځای موجود وي. معمولاً دا ډېر ادبي کار دی چې د سګرټ څکولو په مهال د باندې ووځئ او یا هم بالکون ته ووځئ. هغو کسانو ته نږدې چې سګرټ نه څکوي، ماشومان وي او یا هم امیندواره ښځه وي، سګرټ څکول یو سپک کار ګڼل کېږي.

برخه 7 – رسمیات

برخه 7 – رسمیات

  • دوکانونه او رسمي دفاتر په خپل وخت سره پرانیستل کېږي او بیرته تړل کېږي. د بېلګې په توګه که چیرته د کوم دفتر یا دوکان د بندیدو وخت (Öffnungszeiten) په څلورو بجو وي، نو تاسې باید هلته په ۳:۵۵ ورشی، ځکه چې هغه په ۴:۰۱ باندې ممکن بند واوسي. همداشان دا اصل باید تاسې د ریل ګاډو، بسونو او همداشان د هغوۍ د تلو د وخت په اړه مراعات کړئ.

  • له بیروکراسي سره معامله کول ځینې وختونه ډېر ستونزمن او ډېر ناکافي وي. هغه وخت نیونکي وي او معیاري پروسیجرونه باید ووهي. دا کار کېدای شي ځورونکي واوسي. خو بیا هم، دا بیروکراتیک پروسیجر د هر چا لپاره ورته او منصفانه وي. د رشوت ورکول یا ترې غوښتل جرم ګڼل کېږي.

  • په جرمني کې خلک زیاتره له ترافیکي قوانینو پیروي کوي. هغوۍ د ترافیکي نښو پیروي کوي او کله چې وویني اشارې سرې دي نو بیا که په سرک باندې موټر هم نه وي، حرکت نه کوي: هغه کس چې په خپل حق کې راروان وي د لارې حق هم لري (“rechts vor links”).

  • په ښارونو کې د بایسکلونو لپاره خانته لارې جوړي شوي دي. د موټر چلولو یا بایسکل چلولو پر مهال په ټلیفون کې خبرې کول یا مسیج لیږل ممنوع ده. کله چې په موټر کې سفر کوی، نو ټول مسافرین باید د خپل سیټ کمربند وتړي. که په موټر کې ماشومان وي نو باید د هغوۍ لپاره له ځانګړو جوړو شویو سیټونو څخه کار واخیستل شي.

  • د دفتر د کار په وختونو کې یوازې باید د راتلونکو زنګونه جواب ورکړل شي. یعنې د مازدیګر تر څلورو یا پنځو بجو پورې. په ټلیفون کې شخصي خبرې کولو ته معمولاً د شپې له ۹ څخه تر ۱۰ بجو پورې اجازه نشته. کله چې زنګ وهئ نو لومړی خپل نوم ورته ووایاست.

  • کله چې له عامه ټرانسپورټ څخه ګټه اخلی، نو باید لومړی ټیکټ واخلی. تاسې کولای شی چې دا ټیکټونه د خدماتو په څانګه او یا هم د ټیکټ له ماشینونو څخه واخلی. کله چې ریل ګاډو یا بسونو ته خیزئ، نو کله کله باید خپل ټیکټونه چیک کړی (په تیره بیا په لویو ښارونو لکه برلین او مونشن کې). د بېلابېلو سیمو او ښارونو تر منځ د ټیکټونه پروسیجر او ډولونه ښايي توپیر سره ولري.

برخه 8 – په بېړنیو حالاتو کې

برخه 8 – په بېړنیو حالاتو کې

  • تل هڅه کوئ تر څو له هغو کسانو سره چې په خطر کې دي مرسته وکړئ. وخت مه ضایعه کوی لاس په کار شی او تاسې هر څه کولای شئ. هر کس باید له بل کس سره چې په خطر کې وي، مرسته وکړي. د بېلګې په توګه د لومړنیو مرستو په برابرول کې او همداشان د بېړنیو حالاتو خدماتو ته په زنګ وهلو سره (لاندې یي وګورئ)

  • د شخړو، غلا او جنسي ځورونې په حالاتو کې: پولیسو ته له خپل هر ډول تلیفون څخه یوازې د ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهئ. د پولیسو کارکوونکي عموماً ټول ډېر ښه خلک دي او هغوۍ ستاسې لپاره هلته ناست دي چې تاسې سره مرسته وکړي په همدې خاطر هغوۍ هر زنګ ډېر جدي نیسي.

  • د اور اخیستنې یا طبي بېړنیو حالاتو په صورت کې: د اور وژنې ادارې ته له خپل هر ډول تلیفون څخه یوازې د ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ. له هاټ لاین څخه یوازې باید د ژوند ګواښوونکي بېړنیو حالاتو لپاره کار واخیستل شي. همداشان باید په روغتونونو کې د بېړنیو خونو لپاره له هاټ لاین څخه کار واخیستل شي.

  • له ډاکتر سره د لیدلو لپاره باید کډوال لومړی د ټولنیز امنیت له دفتر سره مشوره وکړي. د ډاکترانو دفترونه معمولا د سهار له ۸ بجو نه د غرمې تر ۱۲ او کله نا کله له غرمې وروسته هم خلاص وي. زیاتره ډاکتران په انګریزې ژبه باندې خبرې کوي.

  • که چیرته په ماښام یا د یکشنبې په ورځو یا نورو رخصتیو کې درمل ته اړتیا لری، نو کولای شی چې خلاصو درملتونونو (“Not-Apotheke”) ته ورشی. د دې لپاره چې پوه شی کوم یو درملتون خلاص دی نو له ګوګل څخه کار واخلی او یا هم ۲۲۸۳۳ شمېرې ته زنګ ووهی. له هر موبایل څخه به پر تاسې باندې په یوه دقیقه کې ۶۹ سینټه لګښت راشي. د نږدې خلاصو درملتونونو لیست د هر درمتلون په شیشه باندې ځړیدلی وي.

برخه 9 – د دې لارښود په اړه

دا لارښود د هغو کسانو لپاره دی چې جرمني ته راځي یا کډوال وي او یا هم د جرمني راتلونکي اتباع ګرځي. د دې لارښود موخه دا ده تر څو هغوۍ ته په جرمني کې د لومړي ځل د راتګ لپاره پیژندګلوي وړاندې کړي. د کډوالو په اړه، د دې لارښود موخه دا ده تر څو هغوۍ ته هغه ګټور معلومات ورکړي کوم چې هغوۍ لا د انټیګریشن په کورسونو او د جرمني ژبې په کورسونو کې چې د دولت له خوا هغوۍ ته جوړیږي، ګډون نه وي کړی. د ۲۰۱۵ کال د سیپټمبر میاشت نه ور هاخوا، د جرمني (Bundesamt für Migration und Flüchtlinge) اداره د همدې مقصد لپاره بیا کومه لارښونه هغوۍ ته نه ورکوي.

دغه لارښوونه په بېلابېلو ژبو سره چې تصویري توکي هم لري هغوۍ ته ورکول کېږي. دا لارښود په انلاین بڼه هم د لاسرسي وړ ده چې د چاپ کولو زمینه هم لري چې بیا تاسې کولای شی هغه خپلو نورو ملګرو ته ورکړئ. د دې لارښود چاپي بڼه به وروسته د لاسرسي وړ وګرځي.

د دې لارښود اصلي موخه دا ده چې ګټور معلومات وړاندې کړي. که څه هم، منو چې دغه لارښود کېدای شي یو غفلت یا منفي کړنه وبولو. دغه ممکنه تداخل په منظم او جدي توګه په دغه پروژه کې منعکس شوی دی.

د همدې لارښود مفاهیم او مطالب د زیاترو خلکو په مرسته ترتیب او طرح شوي دي ( د بېلګې په توګه د سوریې، افغانستان، سوډان، مصر، فلسطین د خلکو له خوا؛ هغه خلک چې تازه تازه جرمني ته راغلي دي؛ هغه خلک چې اوس په جرمني کې کډوال دي او داسې نور). د دې لارښود په ترتیب کې د کډوالو ښکېلول ډېر مهم و. کله چې مو له کډوالو سره د دغې پروژې په اړه خبرې کولي، نو په دې اړه په ځانګړې ډول سره بحث وشو چې که چیرته دا لارښود کوم غفلت یا منفي کړو وړو د پای ته رسیدو په توګه وګڼل شي. کډوالو په ښکاره ډول سره دې اندېښنې ته اشاره وکړه او برعکس، هغوۍ دې ته ورته د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه هم وکړه.