برخه 6 – خواړه، څښاک او سګرټ څکول

  • د نل اوبه په بشپړه توګه سره صحي دي. په جرمني کې د نل اوبه په بشپړه توګه تر څارنې لاندې وي او له هر ډول میکروبونو څخه خوندي وي. په دې برخه کې یوازې څو استثناووې شته، د بېلګې په توګه په عامه ځایونو او ریل ګاډو کې، چې هلته مخصوص لیبلونه وهل شوي دي: نین ترینکواسر (یعنې د اوبو څښل منع دي).

  • په جرمني کې تاسې کولای شئ چې ډول ډول خواړه ومومۍ چې په هغو کې د خوګ غوښه، د پسه غوښه او چرګان شامل دي. تاسې کولای شئ وپوښتئ چې په خوړو کې کوم ډول غوښه ده دا په هغه صورت کې چې تاسې نه غواړی کوم ډول غوښه چې ستاسو ښه نه اېسي هغه و نه خورئ. دودیز جرمنیان زیاتره د خوګ غوښه خوري.

  • کېدای شي په زیاترو سیمو کې تاسې ډونر کباب ومومئ. ډونر کباب یو ډول ساده کباب دی چې په ډوډۍ کې پیچل شوی وي. دا ډول کباب د چرګ له غوښې او د پسه له غوښې جوړیږي. ډونر کباب لکه د نورو فسټ فوډ خوړو (پیزا، برګر، چپس او داسې نورو) په څیر معمولاً پرته له قاشق او پنجې څخه خوړل کېږي. که څه هم، هغه د میز په سر باندې خوړل کېږي.

  • د جرمني زیاتره شیریني باب په خپل ځان کې له خوګ څخه جوړ شوي جیلیتین لري، که چیرته تاسې غواړی چې ډاډ واوسئ چې ایا دا حلال ده او که نه نو هغه یي واخلي چې پر لیبل باندې یي «ویجیترین» لیکل شوی وي او یا هم په ترکیباتو کې یي جیلیتین نه یي لیکل شوی.

  • په جرمني کې ډول ډول ارزانه پلورنځایوه شته لکه (ALDI, LIDL او Penny) او همداشان ډېرې لوړ بیه پلورنځي لکه (REWEاو EDEKA) شته چې په دغو پلورنځیو کې د انسان د ژوندانه د اړتیا وړ هر ډول توکي پلورل کېږي. د دې تر څنګ، د بزګرانو مارکېټونه شته او همداشان د ترکانو، افریقایانو، اسیایانو او یونانیانو واړه واړه پلورنځي شته. که تاسې غواړئ چې یوازې حلال خواړه او غوښه واخلی نو باید د ترکانو یا عربانو پلورنځیو یا رسټورانټونو ته ورشی. همداشان ځینې د تیلو پمپونه هم پلورنځي لري چې ۲۴ ساعته پرانیستي وي خو د هغوۍ د توکو بیه نسبت نورو ته ډېره لوړه وي.

  • الکول په تیره بیا بیر او شراب د ماښام په مهال په ټولنیزو ناستو کې ډېر عام دي، د بېلګې په توګه د شپې د ډوډۍ په وخت او همداشان له ملګرو سره د تفریح په مهال. خو بیا هم، دا یو منل شوی حقیقت دی چې نه باید الکول وڅښو او زیاتره جرمنیان هېڅکله هم شراب نه څښي. که چیرته تاسې ته د شرابو د څښلو ننګ وشي، تاسې کولای شی ورته منفي جواب ورکړی او ورته ووایی چې «نین، ډنکه». که مو چیرته شراب څښلي وي نو بیا تاسې د موټر چلولو حق نه لری.

  • سګرټ څکول په زیاترو عامه ځایونو کې هم د ښځینه او هم د نارینه وو لپاره یوه عادي خبره ده. په رسټورانټونو او د ریل ګاډو په تمځایونو کې د سګرټ څکولو لپاره ځانګړی ځای موجود وي. معمولاً دا ډېر ادبي کار دی چې د سګرټ څکولو په مهال د باندې ووځئ او یا هم بالکون ته ووځئ. هغو کسانو ته نږدې چې سګرټ نه څکوي، ماشومان وي او یا هم امیندواره ښځه وي، سګرټ څکول یو سپک کار ګڼل کېږي.