برخه 1 – عامه ژوند

  • «ګوتین تګ» (سهار مو په خیر) او «اوف ویدرشین» (د خدای په امان) دا په جرمني کې معمول ستړي مسې کول دي. کله چې تاسې یوازې له یوه کسا یا څو کسانو سره مخامخ کېږی نو له هغوۍ سره ستړې مسې کول ډېر عام ده. د بېلګې په توګه، کله چې تاسې یوه واړه پلورنځي ته او یا هم د ډاکتر د انتظار خونې ته ننوزئ نو یوازې د «ګوتین تګ» په ویلو سره تاسې هلته له ټولو ناستو کسانو سره ستړي مسې کړي ده. په ورته شکل تاسې کولای شی په کلي او یا هم په لرو پرتو سیمو کې په ورته شکل سره ستړې مسې وکړئ.

  • په عامه ځایونو کې مسکۍ کېدل کومه بې ادبې نه ده، هان که له یوه نابلده کس سره هم مخ شی. معمولاً خلک هڅه کوي چې د مسکۍ کېدو تر څنګ دوستانه او خوشاله واوسي.

  • ه جرمني کې خلک خپل شخصي حریم او ځای ته ډېر ارزښت ورکوي، چې زیاتره وخت دوی له یوه بل څخه ډېر لري لري کښني. په جرمني کې تاسې کولای شی چې له یوه نابلده کس سره په ریل ګاډي یا رستورانت کې یوازې د سلام علیک او خدای په امان په ویلو سره د ساعتونو لپاره یو ځای کښینئ. همداشان، زیاتره خلک کوشش کوي تر څو په خپلو څوکیو کښیني په تیره بیا په عامه ټرانسپورتي وسایلو کې.

  •  خلوت او چوپتیا لپاره، زیاتره خلک خپلې دروازې بندي ساتي، د بېلګې په توګه په لویو دفترونو کې او یا هم په کورونو کې. کله چې تاسې کوم کوم یا دفتر ته ننوزئ، نو مودبانه کار دا ده چې لومړی دروازه وټکوئ وروسته بیا تاسې ته د معمول سره سم ښه راغلاست ویل کېږي او بیا کولای شی خپله پوښتنه وکړئ.

  • ه جرمني کې یکشنبه عمومي رخصتي وي. تقریباً ټول دوکانونه تړلي وي او یوازې ډېر کم خلک کار کوي. که چیرته د رخصتۍ په ورځو کې ستاسې غالمغال د ستاسو د ګاونډیو د مزاحمت سبب وګرځي، نو کېدای شي هغوۍ له تاسې څخه شکایت وکړي د بېلګې په توګه که تاسې د رخصتۍ په ورځ د خپلې حویلۍ چمن په ماشین باندې وریبئ او یا هم د خپل کور په دیوالونو کې المارۍ یا کوم بل څیز نصبوی. همداشان د جرمني خلک د خوب په وخت کې چې د شپې له ۱۰ بجو پیلیږي او د سهار تر ۷ بجو پورې ده نه غواړي چې ګاونډی یي غالمغال وکړي او یا هم د دوی د خوب خنډ وګرځي.

  • ه عامه ځایونو کې د حاجت رفع کول یو سپکاوی ده. په زیاترو ځایونو کې عمومي تشنابونه شته. دا عمومي تشنابونه معمولاً کموټ او تشناب کاغذ لري، خو شاور نه لري. همداشان کارول شوی کاغذ تشناب باید په کموټ کې واچول شي نه د کثافاتو په سطل کې. خو د ټپونو پټۍ او د ښځو د قاعده ګي پمپرس باید د کثافاتو په سطل کې واچول شي. که چیرته په تشنابونو کې کوم ځای چټل کېږي نو باید هغه په بورس باندې پاک کړئ. باید ډاډه واوسئ چې تشناب پاک او وچ پریږدئ. همداشان توصیه کېږي چې له کموټ څخه په ناسته ګټه واخلی، البته په هغه صورت کې چې په ولاړو باندې د بولو کولو سیستم موجود نه وي، البته دا کار باید د نارینه او ښځینه دواړو لپاره په نظر کې ونیول شي. سربیره پر دې، کله چې له تشناب څخه فارغیزی نو باید خپل لاسونه پاک ومینځۍ ځکه چې له روغتیايي اړخه دا ډېر مهم اصل دی.

  • ه عامه ځایونو کې په تیره بیا په عامه ټرانسپورت کې نه باید په لوړ اواز او د زیات وخت لپاره خبرې وکړئ، ځکه دا ډېر سپک کار ګڼل کېږي. په داسې ځایونو کې خبرې کول او یا هم په ټلیفون کې خبرې کول باید ډېرې ورو وي.

  • ه عامه ټرانسپورټ کې د سپین ږېرو، ناروغانو او امیندوارو ښځو لپاره او همداشان د ویلچیر او لکړو لپاره مخصوص سیټونه او ځایونه دي. کله چې داسې کسان ټرانسپورت ته راخیزي، نو باید دا ځایونه سمدلاسه ورته خالي شي.

  • ه برقي زینو کې خلک معمولاً ښۍ خوا ته ولاړ وي او کېڼې خوا ته تګ کوي.

  • ه مو مرستې ته اړتیا لرله نو په اسانۍ سره کولای شی چې له یوه بالغ کس څخه پوښتنه وکړئ: خلک معمولاً ډېره دوستانه دي. که چیرته ماشومان وي نو جدي توصیه درته کېږي چې د هغوۍ د والدین له اجازې پرته ور نږدې نشئ.